ایکنانیوز راپور راکړ، دعراق ددینی مرجعیّت نماینده د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر د نماینده او ورسره د پلاوي په هرکلي کې د وحشی صهیونیستي رژیم دپوځي یرغلونو په وړاندې دفلسطین له ملته پر ملاتړ د ټینګار وکړ.
د واټيکان د پاپ نماینده او ورسره پلاوي د سه شنبې پهورځې په کربلا معلی کې د شیخ عبدالمهدي الکربلائی په کور کې په شتون سره هغه د ناروغۍ عیادت وکړ او د اپریشن وروسته ئې د سلامتیا او زر ښه کیدا له وضعیّته خبر شو.
د عراق ددینی مرجعیّت نماینده په دغې کتنې کې د حضرت امام حسین علیه السلام د مظلومیّت په موضوع او په هغه څه چې په کربلا کې رامینځةشول او د حضرت امام حسین علیه السلام د مظلومیّت او قیام څځه په ملګرتیا کې د مسیحیّت ددین دځينو پیرو کارو د ځائيګي اهمیّت هم روښانه کړ.
شیخ الکربلائي د هغه څه په باب دنړۍ د ټولو هیوادونو دریخ نیونې غوښته وکړه چې په غزې کې د فلسطین خلک ورسره مخامخ شوي دي ، او وئ وئيل، مونږ دددنیا په هرځاي کې د مظلومانو دترڅنګ ولاړ یو ؤ، هماغه شان چې د هغه ظلم او نسل وژنې په وړاندې چې د فلسطین پر ولس راغلې ده ولاړیو .
هغه په دوام کې ووئیل، مونږ په غزې کې د فلسطین د ولس مظلومیّت او د زرګونو کسانو وژل کیدا درک کوو ،په تبیره بیا دا چې نړیوالو ادارو اعلان کړی دی جې ددغو جنایتونو او وحشیتوب اویا فیصدي قربانیان ماشومان او ښځې دي .
شیخ الکربلايي ټڼيګار وکړد انسان دوستۍ دریځونه ایجابوي چې د فلسطینیانو د مصیبتونو په وړاندې د هغوي ملاتړ وکړو. هغه همداراز د پلاوي د ورتګ او دکړاؤ د زغملو هم قدرداني اومننه وکړه او له هغوي ئې وغوښتل چې د واتیکان پاپ ته دې دهغه درود اوسلام ورسوي